د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د روان ۱۴۰۱کال د غويي او غبرګولي میاشتو کې د هېواد په کچه د تحصیلي وضعیت ارزولو په موخه یوه سروې ترسره کړې ده.

په دغه سروې کې د کابل، ننګرهار، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو د ۱۸ دولتي او خصوصي پوهنتونونو له ۲۷۵ زده‌کړیالانو سره چې نجونې هم په کې شاملې دي، مخامخ خبرې او مرکې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سروې موندنې ښيي چې د ۷۳سلنه زده‌کړیالانو درسي انګېزه کمه شوې او یا هم درس لوستلو ته هېڅ انګېزه نه‌لري. په سروې کې همداراز ویل شوي چې ۷۷سلنه مرکه کوونکو زده‌کړیالانو د زده‌کړو راتلونکې او ۷۵سلنه هم کاري راتلونکې ته د هیله‌مندۍ کچې کمه شوې ده.

سروې کې د مرکه‌ شويو زده‌کړیالانو ۴۷سلنه نجونې او ۵۳ سلنه هلکان جوړوي چې ۵۷سلنه یې د دولتي پوهنتونونو او ۴۳ سلنه یې هم د خصوصي پوهنتونونو زده‌کړیالان دي.

د خصوصي پوهنتونونو مسوولان د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې کچې ټيټېدل او پوهنتونونو کې د داوطلبانو د شمېر کمېدل تاییدوي او اسلامي امارت څخه غواړي چې د هېواد د لوړو زده‌کړو نظام ته جدي پام وکړي.

د سلام‌ افغانستان سروې کې ۳۸سلنه استادانو سره هم خبرې شوي چې پایلې یې ښيي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د څېړنې او درسي موادو برابرولو لپاره د ۶۳سلنه استادانو لېوالتیا کمه شوې او یا هم په بشپړه توګه له‌منځه تللې ده.

۷۴سلنه استادانو هم ویلي، د درسي موادو برابرولو او څېړنو لپاره کم او یا هم هېڅ وخت نه‌لري.

درس ته د زده‌کړیالانو د انګېزې په تړاو ۸۲ سلنه استادانو ویلي، د هغوی درسي انګېزه کمه شوې او ۱۶سلنه نورو ویلي، زده‌کړیالان هېڅ درسي انګېزه نه‌لري.

د دې ترڅنګ، ۷۱سلنه استادانو ویلي چې ټولګیو ته د زده‌کړیالانو د حاضرېدو او د درس لوستلو انګېزه کمه شوې او ۱۰سلنه نورو هم ویلي چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته زده‌کړیالان د درس لوستلو لپاره هېڅ انګېزه نه‌لري.

په همدې حال کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولان او یوشمېر استادان هم د درسي انګېزې او تحصیلي او کاري راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې کمېدل تاییدوي.

د باختر خصوصي پوهنتون علمي مرستیال بهیر ځلاند هم وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا ناهیلي زیاته شوې او دوی هڅه کوي چې د زده‌کړیالانو پر ذهنیت جوړولو کار وکړي. د بهیر ځلاند په وینا، زده‌کړیالان یې کم شوي او دوی په خپلو فیسونو کې ۵۰سلنه کموالی راوستلی دی.

بل‌خوا د کابل پوهنتون استاد ظریف شریفي وايي چې ناوړه اقتصادي او امنیتي وضعیت هېواد کې د زده‌کړیالانو پر درسي او د استادانو پر تدریسي انګېزې هم منفي اغېز کړی دی.

د نوموړي په وینا، که څه هم د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله د زده‌کړیالانو درسي انګېزه له پخوا کمه وه، خو په دې وروستیو  کې زده‌کړو ته د زده‌کړیالانو  انګېزه خورا راټیټه شوې ده.

شریفي زیاتوي چې د استادانو د حقونو کمېدل او له هېواد څخه بهر د یو ‌شمېر استادانو وتل، هغه لاملونه دي چې استادان یې تدریس ته بې‌ انګېزې کړې دي.

پر دې سربېره د کابل د پلتخنیک پوهنتون یوه زده‌کړیاله سیما سحر محمدي وايي، د اوونۍ درې ورځې پوهنتون ته ځي او نشي کولای چې په دې وضعیت کې خپلو زده‌کړو ته پام وکړي.

نوموړې زیاتوي، اقتصادي ستونزې او په پوهنتون کې ناسم چلن هغه څه دي چې زده‌کړیالان یې زده‌کړو ته بې انګېزې کړې دي.

په ورته مهال د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان دغه وضعیت هېواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو پورې تړي او په وینا یې، هڅه کوي چې د زده‌کړو بهیر بېرته عاړي حالت ته راوګرځوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت سرپرست سیداسماعیل روحاني سلام‌وطندار ته وویل چې تر راتلونکې یوه نیم کاله به هېواد کې د لوړو زده‌کړو بهیر بېرته عادي شي.

نوموړي وویل: «تر راتلونکې یوه نیم کاله به د  لوړ و زده‌کړو  بهیر عادي شي. انګېزه هم د ښه کېدو په حال کې ده. د پراختیا په برخه کې په ۱۶ او ۱۷ پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرامونه پیل شوي او په پوهنتونونو کې به نوې پوهنځۍ جوړې شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله هېواد کې ډېری برخې اغېزمنې شوې چې د اکا‌ډمیکو کدرونو تېښته هم یو له هغو زیانونو وه چې د هېواد تحصیلي او ښوونیز نظام ورسره مخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام