Asset 1SWN

شمالي ولایتونو کې د ټکسي رنګ بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل شو

ضضض

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې له کابل وروسته یې په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار پرون (د وري نهمه، د پنجشنبې ورځ) بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې یاد بهیر په رسمي ډول په شمالي ولایتونو کې هم پیل کړی دی.

نوموړی د دغه کار موخه له قانون څخه د سرغړونې مخنیوی، د جنايي جرمونو کمېدل او د قانوني او ناقانونه موټرو ترمنځ توپیر په ګوته کوي. هغه ویلي: «هڅه کېږي چې یو یا یونیم کال وروسته هېڅ ناقانونه موټر ونه لرو او هېوادوال په پوره ډاډ سفر وکړي.»

په شمالي ولایتونو کې د موټرو د رنګ بدلېدو بهیر پیل د بلخ د محلي مسوولانو خوشبیني زیاته کړې ده. دوی له موټرچلوونکو غواړي چې په دې برخه کې له ټرافیکو مدیریت سره همکاري وکړي.

محمدالیاس رحیمي د موټرو د رنګ بدلېدو شرکت استازی دی. هغه وايي چې دغه بهیر ۹۱۰۰ افغانۍ لګښت لري او دوی په یوه میاشت کې د ۳۵۰۰ موټرو رنګ بدلولی شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بله‌خوا یوشمېر موټرچلوونکي چې د خپلو موټرو رنګونه یې بدل کړي، له حکومت څخه غواړي چې د موټرو د رنګ ورته‌والي تر څنګ، د یوې کیلي او ناقانوني موټرو د ګرځېدو مخه هم ونیسي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام