شمالي ولایتونو کې د ټکسي رنګ بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل شو

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې له کابل وروسته یې په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل کړی دی.
د ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار پرون (د وري نهمه، د پنجشنبې ورځ) بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې یاد بهیر په رسمي ډول په شمالي ولایتونو کې هم پیل کړی دی.

د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک شو

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې او ګاما ګروپ شرکت د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی. دغه قرارداد د وري میاشتې په نهمه، د پنجشنبې ورځ لاسلیک شوی دی.

له اووه‌لسو ښځو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږو»

په کابل کې اووه‌لس ښځو له سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي چې په ځلونو پر ټولنیزو رسنیو د یوشمېر کسانو له‌خوا ځورولې شوي او پر ټولنیزو رسنیو یې امنیت خوندي نه‌دی. د دغو ښځو له دلې اته هغو ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېدو یې پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې نوم ته زیان اړولی دی.