Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په «اغوار» کې د نویو ښارګوټو جوړول وغندل

وزا

د ا.ا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په اغوار سیمه کې د اسراییلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړولو غندلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «د صهیونیستي رژیم وروستي اقدامات نړیوالو قوانینو، په تېره بشردوستانه نړیوال قانون ته د دغه رژیم د غاړې نه اېښودو ښکارندويي کوي. د ورته یواړخیزو اقداماتو او د فلسطین د خلکو پر حقونو د سترګې پټولو دوام به د وضعیت د لا ترینګلتیا لامل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه وزارت په وینا، ا.ا له نړیوالو لوبغاړیو، په تېره د سیمې له اغېزناکو مسلمانو هېوادونو غواړي چې د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ په برخه کې خپل قانوني، انساني او اخلاقي مسوولیت سر ته ورسوي او پر «اشغال شویو ځمکو» د ناقانونه ښارګوټو جوړولو مخه ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام