Asset 1SWN

ا.ا فلسطین کې د اسراییلو د نویو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه غندلې

AP24042702161055-1709183646

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د نویو ۳۵۰۰ مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه غندلې او هغه ښکاره تېری بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن جمعه، کب ۱۸مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا د فلسطین په لوېدیځه غاړه «الصفه الغربیه» کې د اسراییلو له لوري د ۳۵۰۰ نویو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه په کلکو ټکو غندي او د بندېدو غوښتنه یې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي لیکلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د صهیونستي اشغالګرو لخوا د فلسطین په لویدیځه غاړه (الضفة الغربية)کې د ٣٥٠٠ نویو میشت ځایونو جوړولو پریکړه په کلکو ټکو غندي او دغه ناوړه اقدام د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل بربنډ تیری بولي او په ټینګه یې د مخنیوي غوښتنه کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت همداراز فلسطین د فلسطینیانو قانوني ځمکه بللې او په وینا یې، «د اسراییلو له‌خوا روانه نسل وژنه به سیمه کې د بې‌ثباتۍ لامل شي.»

یاد وزارت پر نړۍ غږ کړی چې فلسطین کې د روان ناورین مخنیوي په پار بېړني اقدامات وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي: «نړیواله ټولنه او په خاص ډول اسلامي هېوادونه باید په ګډه د دغه ناورین د مخنيوي په پار عاجل اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، تر څو د فلسطین د مظلوم ولس د ټول وژني، د مځکو د غصب او په سیمه کې د وضعیت د لا بحراني کیدو او بې ثباتۍ مخه ونیول شي.»

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلو د مېشتېدو او پلان جوړونې ادارې چهارشنبه، مارچ شپږمه د فلسطین لوېدیځې غاړه کې د یادو کورونو د جوړېدو اجازه ورکړه چې د ګڼ‌شمېر هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، لومړی ځل دی چې د یادو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام