Asset 1SWN

رفح کې د اسراییلو بریدونه؛ ۱۴فلسطینیان وژل شوي او ګڼ‌شمېر ټپیان دي

2024-03-01T121848Z_3361869_RC2ZC6ABX1B9_RTRMADP_3_ISRAEL-PALESTINIANS-1709438729

د عیني شاهدانو او رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د غزې په سوېلي ښار رفح کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ بمباري کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور یې تر خاورو لاندې دي.

د شنبې پر ماښام دا برید څو ساعته وروسته له هغې شوی چې د اسراییلو بې‌پېلوټه الوتکې رفح ښار کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر خیمو برید وکړ چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې ووژل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه مارچ درېیمه راپور ورکړی چې وروستی برید، رفح ښار کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ په نښه کړې. د فلسطین وفا خبري اژانس له قوله الجزیرې لیکلي، برید کې شپږ ماشومان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د احمد په نوم د ژغورنې ډلې یوه کارکوونکي الجزیرې ته ویلي: «موږ څو جسدونه راایستلي او څو ټپیان مو ژغورلي دي، خو لا هم ډېری ښځې او ماشومان تر خاورو او ډبرو لاندې دي.»

وفا خبري اژانس همداراز د غزې تړانګې شمال او مرکزي برخو کې د خان یونس په سوېلي ښارګوټي او ترڅنګ یې د جبالیه او نصرت کډوالو کمپونو باندې د هوايي بریدونو خبر هم ورکړی دی.

د دې اژانس د راپور له مخې، په جبالیه او نصرت کې ګڼ‌شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي، خو کره شمېر یې نه‌ده په ډاګه کړې.

په همدې حال کې دې اژانس ویلي چې پنج‌شنبه د فبرورۍ ۲۹مه اسراییلي ځواکونو پر هغو فلسطینیانو هم ډزې کړي چې غوښتل یې د مرستو کاروان ته ځانونه ورسوي. په ډزو کې شاوخوا ۱۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي او امریکا اړ شوه چې اړمنو فلسطینیانو ته د هوا له لارې مرستې ورسوي. د مرستو رسولو په دې بهیر کې د اردن ځواکونو هم برخه اخیستې وه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اکتوبر له اوومې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د برید له پیل راهیسې تر دې مهاله ۳۰۳۲۰ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۷۱زره نور ټپیان شوي دي. بریدونو کې د فلسطین ډېری برخې ویجاړ شوي او څه باندې ۲.۳ میلیونه وګړي د لوږې له سخت ګواښ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام