کابل کې د شهیدانو او معلولانو وزارت ۱۴ورځنی سیمنار پای‌ته ورسېد

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د مالي او اداري برخو رییسانو لپاره د ښوونې او ظرفیت لوړولو ۱۴ ورځنی سیمینار نن «یکشنبه، کب ۱۳مه» پای‌ته ورسېد. هغه وویل: «د مرکز او ولایتونو څخه، مالي او اداري مدیرانو ته ۱۴ورځنی سیمنار جوړ شوی و چې پای ته ورسېد، ټول ۱۷۰ کسان وو، د مرکز په ګډون.»

د خوست د نفت او ګاز مدیریت کارکوونکي د بډو په تور نیول شوي

د خوست د نفت او ګاز مديريت کارکوونکي او د تېلو ټانکونو یو‌شمېر مالکان د مالي فساد په تور نيول شوي دي.

د خوست د نفت او ګاز مديريت عملياتي مدير احسان‌الله وايي چې د دوی د مديريت کارکوونکي او د تېلو ټانکونو «پمپونو» مالکان، د دغه ولايت د امنيتي او کشفي ارګانونو له‌خوا نيول شوي دي.

مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې داعش ډله له‌منځه تللې

که څه هم له افغانستانه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه وخت ناوخت یو‌شمېر هېوادونه اندېښنې څرګندونوي، خو د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې وسله‌والې ډلې یې له‌منځه وړي دي.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر کابل کې د ننګرهار ولایت یوشمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان کې د داعش ډله له منځه تللې.

زرګونه کوریایانو د «پانډا» مخه ښه مراسمو کې ګډون وکړ

د سوېلي کوریا په یوه ژوبڼ کې د «فوبایو» په نوم پانډا ته د مخې ښه مراسم نیول شوي، مخکې له دې چې هغه بېرته چین ته ولېږدول شي.

فوبایو د ۲۰۲۰کال جولای میاشت کې د سیوول په سوېل «افېرلنډ» تفریحي پارک کې زېږېدلې او د ډېرو خلکو پام یې ځان ته وراړولی دی. ټاکل شوې چې دغه پانډا راتلونکې میاشت د چین سیچوان ښار ته واستول شي.

رفح کې د اسراییلو بریدونه؛ ۱۴فلسطینیان وژل شوي او ګڼ‌شمېر ټپیان دي

د عیني شاهدانو او رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د غزې په سوېلي ښار رفح کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ بمباري کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور یې تر خاورو لاندې دي. د دې اژانس د راپور له مخې، په جبالیه او نصرت کې ګڼ‌شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي، خو کره شمېر یې نه‌ده په ډاګه کړې.