Asset 1SWN

روزګان کې په ۵۰میلیونه افغانیو یو روغتون ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

19877027-877d-4657-b205-eca9c4b1cb63

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د ملي سوداګر حاجي حبیب‌الله عمر له لوري د «عمر بلال» په نوم یو ۲۰ بستریز روغتون چي ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې‌اخیستنې ته سپارلی دی.

په جوړ شوي روغتون کې عمومي داخله، عمومي جراحي، نسايي- ولادي او ماشومانو داخله څانګې  فعالې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد روغتون د پرانیستې مراسیمو کې د روزګان والي عنایت‌الله شجاع د یاد روغتون د بنسټګر څخه مننه وکړه چي دغه ولایت کي یې پانګونه کړې.

شجاع وویل چې د یاد روغتون پر جوړېدو سره به روغتیايي برخه  د دې ولایت د اوسېدونکو شته ستونزې هم ورسره هوارې شي.

د روزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد‌الله روحاني بیا وايي چې دغه ولایت کې جوړ شوی روغتون معیاري دی او تر دېره به دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي. روحاني د روغتون له مسوولانو غوښتنه وکړه چې خلکو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

 د عمر بلال روغتون مرستیال  فضل‌الله بلال بیا په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، یاد روغتون چي د ۵۰ میلیونو په افغانیو لګښت جوړ شوی، پر یوه وخت به د ۲۰ ناروغانو د درملنې لپاره د بستر ظرفیت ولري.

د هغه په وینا، پلان لري، څو د روغتیا ټولو برخو کې خپل خدمتونه پراخ او طبي وسایل ورته برابر کړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه روغتون داسې مهال رغول کېږي چې له دې وړاندې د روزګان اوسېدونکو د معیاري روغتون له نشتون شکایت کاوه چې ډېری وخت به یې ناروغان د درملنې لپاره کندهار او یا هم له هېواده بهر لېږدول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام