Asset 1SWN

بُست ولایتي روغتون کې تېرکال د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه شوې

بست روغتون

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بې‌پولې ډاکټرانو په مرسته تېر کال د بُست ولایتي روغتون کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه شوې.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلام‌وطندار ته وايي، د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه چې د کلونو راهسې د هلمند بست ولایتي روغتون سره د روغتیا په برخه کې مرسته کوي، وايي، دې ناروغانو کې یې تېر کال د بستر، او‌پي‌ډي او نورو ناروغانو درملنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «بُست ولایتي روغتون چې د MSF له لوري تمویلېږي، د هغوی په مرسته يې په تېرکال کې درې سوه زره ناروغانو درملنه شوې او په یادو ناروغانو کې بستر، اوپي‌ډي او نور اړوند برخو ناروغان شامل دي.»

نوموړي زیاته کړه که څه هم بست ولایتي روغتون د دومره ناروغانو د درملنې ظرفیت نه‌لري، خو دا یو اړتیاده، څو د خلکو روغتیایي ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

هغه وویل: «بست روغتون وړوکی دی او د دې ترڅنګ یاد روغتون اوس ان د زون په کچه خدمات وړاندې کوي. د هلمند ترڅنګ د روزګان، فراه او نیمروز ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته د تداوۍ په موخه مراجعه کوي.»

بل‌خوا د هلمند یوشمېر هغه اوسېدونکي چې بست ولایتي روغتون ته یې له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو څخه  ناروغان راوستي، وايي، په ولسوالیو کې یې د پیکه روغتیایي خدماتو له امله اړ دي چي خپل ناروغان تر بست ولایتي روغتون ورسوي.

د نادعلي ولسوالي یوه اوسېدونکي حبیب‌الرحمن وویل: «شخصاً ما خپله ناروغان وروستلي، خو بېرته یې نیمه جواب کړی یم. بیا بېرته تللی یم، شخصي ته هلته مې د خپل ولادي ناروغ درملنه کړې. په بست روغتون کي تر هرځای ښه کار کېږي، خو رش بیخي زیات دی، ځکه د ۱۴ ولسوالیو ناروغان ورته راروان دي، په کلینکانو کي مطلق کار نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان داسې مهال بست روغتون کې د یوه کال پر مهال د ۳۰۰زره ناروغانو د درملنې خبره کوي چې د دې ولایت  د ډېرو سيمو او ولسوالیو اوسېدونکي لاهم د روغتیا برخه کې ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام