Asset 1SWN

د بلخ دهدادي ولسوالي کې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

IMG-20230624-WA0035

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالي په «کود برق» سیمه کې یې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

توانا وايي چې د یاد روغتون په جوړېدو سره د کود برق سیمې څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شوې ده.

د بلخ د عامې روغتیا رییس په وینا، هڅه کوي چې د یاد ولایت لرو پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه پراخ کړي او زیاتوي چې دغه روغتون کې مجهیز امکانات او مسلکي روغتیايي کارکوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.

په ورته مهال د یاد روغتون د پرانېستلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین محمداسحاق اخند‌زاده وویل چې بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره د افغانانو د تلو مخنیوی په پار هڅه کوي چې هېواد کې روغتیايي خدمتونه پراخ او معیاري کړي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د دهدادي ولسوالي د کودبرق سیمې اوسېدونکي د یاد روغتون له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې له دې وړاندې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو چې اوس یې دغه ستونزې حل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام