Asset 1SWN

کابل کې یو‌شمېر ډاکټرانو د اړمنو کسانو لپاره روغتون جوړ کړی

dc09a75c-3403-45a6-aec0-aec901057db5

په داسې حال کې چې ځینې افغانان د اقتصادي ستونزو او بې‌وزله له امله خپل ناروغان روغتون ته د درملنې لپاره نشي وړلی، په تازه‌ګۍ سره یوشمېر ډاکټرانو د کابل په دارلامان سیمه کې د «طلوع خدمت د ډاکټرانو مجتمع» په نوم روغتون جوړ کړی دی.

دغه روغتون د نسايي-ولادي، د غاښونو درملنې او عمومي جراحي برخه کې اړمنو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې مجتمعې یوه ډاکټره هدیه سلیم سلام‌وطندار وايي چې دغه روغتون یې اومېندواره مېرمنو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره رامنځته کړی دی.

نوموړې وویل: «اوس افغانستان کې د مور او ماشومان د مړینې کچه لوړه ده او مېرمنې د اقتصادي ستونزو له کبله روغتون ته مراجعه نه‌شي کولای او دغه مجتمع اومېندواره مېرمنو ته د غوره خدمتونو د رسولو په موخه جوړه شوې ده.»

په ورته مهال یو‌شمېر هغه ناروغان چې دغه روغتون ته راغلي، وايي، د یادې مجتمع فیس لږ او خدمتونه یې ښه دي. دغه مجمتع ته راغلې مریم وویل: «کله چې دې کلینیک ته راغلم ومې لیدل چې فیس یې لږ دی او معاینات یې ښه دي او د دې مجتمع له ډاکټرانو راضي یم او موږ ته یې ګټه کړې ده.»

بل‌خوا د دې مجتمع ډاکټران وايي چې د یاد مرکز د جوړېدو موخه یې اړمنو ته د روغتیايي خدمتونو رسول دي.

یوه ډاکټر وسیم نظامي وویل: «زه له دوو څانګو فارغ شوی یم، ستوماتولوژي او فارمسي او لږ تر لږه لس کلنه تجربه لرم او موږ ټول دلته راټول شوو او وموغوښتل چې اړمنو ته غوره خدمات وړاندې کړو.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د عامې روغتیا وزارت د شمېروله مخې، دغه وزارت یوازې ۳سلنه روغتیايي خدمتونه خلکو وړاندې کوي، خو ګڼ‌شمېر افغانان بیا د بې‌وزلۍ له امله خصوصي روغتونونو کې د درملنې توان نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام