Asset 1SWN

هرات کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته د شري او ګوزڼ واکسین ورکول کېږي

ABD8DF56-30E8-4055-AC70-8F7DFC6E3624_w1200_r1

نن په هرات کې د شري او ګوزڼ ناروغیو د واکسین کمپاین پیل شو. د هرات روغتیايي مسوولان وايي، ټاکل شوې د واکسین په دغه پړاو کې له رباط‌سنګي او ادرسکن ولسوالیو پرته د هرات په کچه څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهو میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي، د شري او تر پنځه‌ کلنو ماشومانو ته هم د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمداصف کبیر وویل چې په دې ډله کې به ۵۹۹ زره ماشومانو ته د ګوزڼ او ۵۱۰ زره ماشومانو ته هم د شري واکسین ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، د هرات په ډېری ولسوالیو کې ماشومانو ته د شري ناروغي واکسین نه‌دی ورکړل شوی او همدا لامل و چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې په پراخېدو ده.

د نوموړي په وینا، د دوی د شمېرو له مخې، په هرات کې ۲۰۰ زره او ۴۵۰ ماشومان پر شري ناروغي اخته شوي چې له ډلې یې ۲۱ هغو د هرات په حوزوي روغتون کې مړه شوي دي.

محمداصف کبیر پر خلکو غږ کوي چې د شري او ګوزڼ ناروغیو د له منځه وړلو په موخه د ماشومانو د واکسین په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هرات کې د ماشومانو د داخلې متخصصه مېرمن محمد مصدق شری یوه ساري او د مخنیوي وړ ناروغي یادوي چې په وینا یې، سخته تبه، د سترګو سوروالی، رېزش، ټوخی، د پوستکي اچول او بې‌اشتهايي پر دې ناروغي د اخته کېدو نښې دي.

د یادونې ده چې هرات کې د شري او ګوزڼ واکسین به لس ورځې د دغه ولایت جومات په جومات ماشومانو ته ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام