هرات کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته د شري او ګوزڼ واکسین ورکول کېږي

نن په هرات کې د شري او ګوزڼ ناروغیو د واکسین کمپاین پیل شو. د هرات روغتیايي مسوولان وايي، ټاکل شوې د واکسین په دغه پړاو کې له رباط‌سنګي او ادرسکن ولسوالیو پرته د هرات په کچه څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهو میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي، د شري او تر پنځه‌ کلنو ماشومانو ته هم د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.

د بلخ خبریالان: حکومتي مسوولان رسنیو سره دوه‌ګونی‌چلن کوي

بلخ کې یوشمېر خبریالان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې  اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

خبریالان وايي چې د راپور جوړولو پر مهال له دولتي ادارو څخه پر خپل وخت د اړتیا وړ اطلاعات نشي ترلاسه کولای.

امیرخان متقي: نړۍ به یوه ورځ د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې نړۍ به یوه ورځ بالاخره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او دې نظام سره به تعامل وکړي.

متقي پرون چهارشنبه د لیندۍ دویمه هرات کې د ا.ا د سرتېرو فراغتغونډه کې د وینا پر مهال د اسلامي امارت له سرتېرو غوښتنه کړې چې هېواد کې د امنیت ټينګښت په موخه خپلې لیکې منظمې کړي.

ولادیمیر پوتین: د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د دې احتمال شته چې له افغانستان څخه د سخت‌ دریځو ډلو وسله‌وال د ډله‌ییز امنیتي تړون د سازمان غړیو هېوادونو ته نفوذ وکړي. نوموړي ویلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه زه د خپلو همکارانو اندېښنې له تاسو سره شریکوم. وضعیت کړکېچن دی.