Asset 1SWN

امیرخان متقي: نړۍ به یوه ورځ د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني

2021_10-16-Afghanistans-acting-Foreign-Minister-Amir-Khan-Muttaqi_12

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې نړۍ به یوه ورځ بالاخره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او دې نظام سره به تعامل وکړي.

متقي پرون چهارشنبه د لیندۍ دویمه هرات کې د ا.ا د سرتېرو فراغتغونډه کې د وینا پر مهال د اسلامي امارت له سرتېرو غوښتنه کړې چې هېواد کې د امنیت ټينګښت په موخه خپلې لیکې منظمې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «دنیا به یوه ورځ تاسو په رسمیت پېژني، له تاسو سره به تعامل وکړي، په دې شرط چې تاسو همداسې منظم وئ او همداسې متحد او له خپلو خلکو ملاتړ وکړئ.»

متقي همداراز دې غونډه کې ویلي چې د اسلامي امارت سرتیري باید نورو ته یوه نمونه وي، ښه اخلاق ولري او خلک یې له چلن باید راضي وي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې افغانستان کې اسلامي امارت بیا واکمن شوی تراوسه کوم هېواد د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام