بهرنیو چارو وزارت: بلغارستان کې ۱۷ مړه شوي افغان کډوال پېژندل شوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، تر اوسه په بلغارستان کې د ۱۷ مړو شویو افغان کډوالو هویت پېژندلی او د یوه بل هغه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي. هغه وايي، د یادو مړو شویو افغان کډوالو د جنازو لېږد لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي او په وینا یې، لپاره یې ځانګړې الوتنه هم په پام کې نیول شوې ده.

امیرخان متقي: نړۍ به یوه ورځ د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې نړۍ به یوه ورځ بالاخره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او دې نظام سره به تعامل وکړي.

متقي پرون چهارشنبه د لیندۍ دویمه هرات کې د ا.ا د سرتېرو فراغتغونډه کې د وینا پر مهال د اسلامي امارت له سرتېرو غوښتنه کړې چې هېواد کې د امنیت ټينګښت په موخه خپلې لیکې منظمې کړي.

شنونکي: د حجاب په اړه د ا.ا فرمان به نړۍ سره د افغانستان اړیکې اغېزمنې کړي

په داسې حال کې چې د ښځو د ححاب جبري کولو په اړه د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت فرمان له ګڼو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی، د چارو یوشمېر شنونکي هم په دې باور دي چې دا فرمان به د افغانانو پر راتلونکې منفي اغېز وکړي.

هبت‌الله اخند‌زاده په خپل اختریز پیغام کې د ا.ا په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده د  کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانستان د نړۍ په امنیت او سوله کې مهمه ونډه لري او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، څو شته ستونزې د ډپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړي.

حکومت باید د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسوي

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، حکومت باید نور د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي چې د نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت باید د مدیریتي تشې ډکولو او د چارو د ښه تنظیم لپاره نوي نوماندوزیران جرګې ته ور وپېژني.