Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت: بلغارستان کې ۱۷ مړه شوي افغان کډوال پېژندل شوي

MOFA-pljyiv3o42d8d6q26iw53w7dgrqlmfxbjzlyr3mumg

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، تر اوسه په بلغارستان کې د ۱۷ مړو شویو افغان کډوالو هویت پېژندلی او د یوه بل هغه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د کب په پنځمه، د جمعې ورځ پر ټویټر لیکلي چې یاد هېواد کې افغان سفارت ته سپارښتنه شوې چې د بلغارستان کې په وروستۍ پېښه کې د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه د عدلي طب له څېړنو وروسته هېواد ته را ولېږدوي.

هغه وايي، د یادو مړو شویو افغان کډوالو د جنازو لېږد لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي او په وینا یې، لپاره یې ځانګړې الوتنه هم په پام کې نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په بلغارستان کې د لرګیو له یوه بار موټر نه د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه را واېستل شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بلغارستان دولت له دې پېښې وروسته اعلان وکړ چې په تړاو یې شپږ کسان نیولي او د څرنګوالي په اړه به یې پوښتنې ګروېګنې ترې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام