Asset 1SWN

د بلخ خبریالان: حکومتي مسوولان رسنیو سره دوه‌ګونی‌چلن کوي

n00254394-b

بلخ کې یوشمېر خبریالان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې  اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

خبریالان وايي چې د راپور جوړولو پر مهال له دولتي ادارو څخه پر خپل وخت د اړتیا وړ اطلاعات نشي ترلاسه کولای.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بلخ کې خبریال احمد چې دا یې مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو اطلاعاتو ته لاسرسی محدودېږي، که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، ګڼ‌شمېر خبریالان به خپل رسنیز فعالیتونه پرېږدي او د هېواد خوشې ‌کېدو ته به اړ شي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی چې بلخ کې هم خبریالان دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په تېر یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي او اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. خبریالان هغو پروګرامونو کې ګډون نشي کولای چې حکومتي چارواکي یې جوړوي.»

بل‌خوا بلخ کې یو خبریال سیرمحمد یزدان‌پرست وايي، دغه ولایت کې دولتي مسوولان ډېری وخت خبریالانو سره دوه‌ګونی چلند کوي او ډېری غونډو کې خصوصي رسنیو ته د خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، دغه ولایت کې حکومتي چارواکي او بنسټونه خصوصي رسنۍ څنډې ته کړي او دولتي رسنیو ته لومړیتوب ورکوي. هغه زیاتوي چې دغه چاره به بلخ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان ازادۍ بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبېح‌الله نوراني وايي، دغې ادارې د ټولو رسنیو او خبریالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او خبریالان کولای شي، هر وخت د اړتیا وړ معلومات چارواکو څخه ترلاسه کړي.

نوموړي وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او ټولې رسنۍ چې بلخ کې کار کوي اطلاعاتو ته لاسرسی لري او بلخ کې له ټولې ملکي او حکومتي ادارې ورځ او شپه اطلاعات ترلاسه کولای شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې افغان خبریالانو تر دې وړاندې هم شکایت کړی چې تېر څه باندې یو کال راهیسې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او زیاتره حکومتي ویاندویان، رسنیو سره هغسې چې ضرورت دی همکاري نه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام