Asset 1SWN

کاپیسا کې یوه کس خپل کاکا وژلی

Région de Kapisa.
Kapisa district.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فائز وايي، یوه کس د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې خپل کاکا په مرمۍ ويشتی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه قاتل سلطان نومېږي او شاوخوا ۴۰ کاله عمر لري. هغه زیاتوي چې سلطان د تګاب ولسوالي د سلطان‌خېلو د بدراب کلی اوسېدونکی دی.

فائز وايي، قاتل پر نشه‌يي توکو هم اخته دی او د خپل کاکا له وژلو وروسته تښتېدلی، خو په خبره یې، امنیتي مسوولان هڅه کوي چې ویې نیسي.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یادوي او وايي چې په تړاو یې د قاتل پلار هم نیولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول او د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام