د کاپیسا امنیه قومانداني د دغه ولایت د کوهستان د دویمې برخې ولسوالي په اړوند سیمه کې د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسلهوالو نن سهار یوولس بجې د کوهستان د دویمې برخې ولسوالي په خُمروبا سیمه کې یو ځوان وژلی دی.
د نوموړي په وینا، وژل شوی ځوان ۲۵ کاله عمر درلود او د کاپیسا د تګاب ولسوالي اصلي اوسېدونکی و.
تر اوسه نه یوازې د دې پېښې د وژل کېدو انګېزه او لامل نهدي په ډاګه شوي، بلکې څوک یې په تړاو هم نهدي نیول شوي.