Asset 1SWN

المان له افغانستان سره ۹۰ میلیونه یورو مرسته کوي

Germany-py6k3edfdaq3gm6ageo65aa8dmg94yetlw6jd1fpfs

د المان دولت اعلان کړی چې افغانستان کې ناسم بشردوستانه وضعیت ته په پام له افغانانو سره ۹۰ میلیونه یورو نوره مرسته هم کوي.

د افغانستان لپاره د المان سفارت د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې دا مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لارې افغانانو ته ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه سفارت د اعلان له مخې، المان په روان کال کې له افغانستان سره ټول‌ټال ۳۳۱ میلیونه یورو مرسته کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان، سره صلیب او نورو نادولتي سازمانونو له لوري عملي کېږي.

المان په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د افغان نجونو او ښځو د حقونو نقض هم غندلی دی. د افغانستان لپاره د المان سفارت په دې اړه لیکلي:

«موږ په سېسټماټیک ډول د بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو حقونو نقض غندو. ټول افغانان باید د نیول کېدو یا ځپل کېدو له وېرې پرته د خوځښت، بیان ازادۍ او سوله‌ييزو راټولېدنو حق ولري.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 دغه سفارت له افغانانو سره پیوستون هم مهم بللی او ټینګار یې کړی چې لاسنیوی به یې کوي. دا داسې مهال ده چې افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ روان دی او زرګونه کسان وزګاره شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام