د بشري‌حقونو څار بنسټ د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د المان له هغې نوې طرحې هرکلی کړی چې له مخې یې دغه هېواد له ګواښ سره مخ افغانان المان ته لېږدوي.

د بشري‌حقونو څار بنسټ د ښځو برخې مرستیالې نن (سه‌شنبه، لړم درېیمه) پر خپله ټوېټرپاڼه د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک او د نوموړې له نوې طرحه چې هره میاشت به ۱۰۰۰ افغانان المان ته لېږدوي، هرکلی کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هیدر بار ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې نور هېوادونه هم له ګواښ سره د مخ افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ملاتړ کوونکو د لېږد په موخه د المان له تګ‌لارې پیروي وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د المان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ یوه طرحه اعلان کړ چې پر بنسټ به یې دغه هېواد تر ۲۰۲۵ کاله پورې هره میاشت افغانستان کې له ګواښ سره مخ ۱۰۰۰ کسان المان ته لېږدوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام