د بشري حقونو د څار بنسټ، د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار وايي، حکومتونو له افغان ښځو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل نه دی کړی او له همدې امله باید له دوی څخه بښنه وغواړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار نن دوشنبه د زمري ۲۴مه په یوه ټویټ کې لیکلي: «موږ له افغان مېرمنو بښنه غواړو ځکه زموږ حکومتونو ژمنه کړې وه چې تل به ورسره درېږي، خو دغه ژمنه يې ماته کړه.»

هغې زیاته کړه چې د ا.ا له خوا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د هېوادونو غبرګون کمزوری دی او دغو هېوادونو داسې جدي اقدامات نه دي کړي چې پر بنسټ دې ا.ا ځواب ويلو ته اماده شي.

د هيدر بار په ​​وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کولای شي، د ا.ا پر هغو چارواکو د سفر او نور بندیزونه ولګوي چې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیالې پر داسې مهال افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د نه پام له امله نیوکه کوي چې افغان معترضې ښځې هم له دې بې غورۍ شکایت کوي.

افغان نجونو او ښځو په يو لړ اعتراضونو کې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له دې ډېر د افغانستان د کړکېچن وضعيت پر وړاندې خپله چوپتيا ماته کړي او عملي اقدام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام