یعقوب مجاهد: واخان د افغانستان سر دی او خوندي به وي

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او تر څو چې دوی وي، افغانستان به خوندي وي. نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

امیرخان متقي: افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهل به نړۍ ته بې‌ګټې وي

امیرخان متقي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د لومړۍ کلیزې په اړه جوړې شوې نمانځغونډې ته وینا کوله همداراز زیاته کړه چې افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهل د چا په ګټه نه ده او په وینا یې، نړیوال باید د بندیزونو پرځای له افغانستان سره همکاري وکړي.

پروان کې سېلابونه؛ تراوسه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ ټپیان شوي

باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

کاپیسا کې د سېلابونو راوتو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وروستیو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

مسوولان زیاتوي چې په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کرنیزې ځمکې له‌منځه تللي دي.