د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولايت په خاص روزګان ولسوالي کې له تېرو څو ورځو راهیسې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې یو ماشوم یې مړ کړی او یو بل کس یې وړی دی.

د روزګان د طبعي پيښو پروړاندې د مبارزي ريس حاجي خالد سلام‌وطندار ته ویلي د خاص روزګان ولسوالي په «جکجويي» سیمه کې د راوتلیو سېلابونو له کبله یو روغتیايي مرکز، څلور موټر او د هستوګنې ګڼ‌شمېر کورونه هم اوبو وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د خاص روزګان ولسوالي په جکجويي سيمه کې سېلابونو يو ماشوم مړ کړی او يو بل کس ورک دی. څلور موټر يې وړي، يو کلينیک يې هم وړی او خلکو ته يې بي حده مالي زيانونه رسولي دي.»

د روزګان د طبعي پيښو پر وړاندي د مبارزي رييس زيانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو په اړه څه ونه ویل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې بېګاه او نن هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره یې خلکو ته ګڼ‌شمېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام