د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او څو چې ا.ا واکمن وي، افغانستان به خوندي وي.

نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمد یعقوب مجاهد پرته له دې چې د کوم چا یا ډلې نوم واخلي وویل، هغه کسان چې په یوه او بل نوم هېواد کې بغاوت کوي، سخت به وځپل شي.

محمد یعقوب مجاهد همداراز زیاته کړې چې د وسله‌والو له لوري د ملکیانو وژنه د دوی پر کمزورتیا دلالت کوي. په همدې حال کې د دفاع وزارت سرپرست هغو کړیو ته چې د ده په ټکو شر او فساد تمویلي، وویل، خپلو ناوړو موخو ته به ونه رسېږي.

نوموړي د اسلامي امارت پر مسوولانو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي او په وینا یې، د خپل ځان قاضي واوسي.

د دفاع وزارت سرپرست همداراز وویل چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیت ټينګ شوی او له بهرنیو موسسو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وویل: «که هر یو په خپل ګرېوان کې فکر وکړي او ځان قاضي کړي په خپله به ورته معلومه شي چې خپل مسوولیت یې ادا کړی او که نه.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام