عبدالغني برادر: افغانستان به ډېر ژر له چین سره ونښلول شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي چین هېواد سره ونښلول شي.

عبدالغني برادر دغه څرګندونې پرون «سه‌‌شنبه، مرغومې ۱۲مه» د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه جومات د بنسټ ډبرې د کېښودو په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د واخان کورېډور دې پرانېستل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د واخان دهلېز له لارې له چین سره د مخامخ سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دغه دهلېز له لارې د اروپا بازارونو ته د افغاني توکو د رسېدو غوښتنه وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وايي، د واخان لارې پرانېستل به د هېواد د اقتصاد د ودې لامل شي.

یعقوب مجاهد: واخان د افغانستان سر دی او خوندي به وي

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او تر څو چې دوی وي، افغانستان به خوندي وي. نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»