Asset 1SWN

عبدالغني برادر: افغانستان به ډېر ژر له چین سره ونښلول شي

SONY DSC

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي چین هېواد سره ونښلول شي.

عبدالغني برادر دغه څرګندونې پرون «سه‌‌شنبه، مرغومې ۱۲مه» د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه جومات د بنسټ ډبرې د کېښودو په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

برادر دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین د نښلولو په موخه پر سړک کار روان دی او په وینا یې، د رغونې چارو په بشپړېدو سره به یې دوه اړخیزه سوداګري پراخه او اسانتیاوې رامنځته شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر زیاته کړه چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې ۲۰۰ پروژې په خپله پیل کړي چې او راتلونکي کې به هم ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.

د نوموړي په وینا، د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰ پروژې تر کار لاندې دي چې د چارو بشپړېده به یې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

عبدالغني برادر هیله‌ وښوده چې راتلونکی کال به کندهار ته د اوسپنې پټلۍ د غځولو چارې پیل او د ټاپي پروژې د نل‌لیکې د غځونې کارونه به پیل کړي.

بل‌خوا د ټولګټو وزارت سرپرست محمدعیسی ثاني بیا دې مراسمو ته وویل چې د هېواد پر ټولو لویو لارو به  ۷۵ لوی جوماتونه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو جوماتو له ډلې یو یې هم د کابل-کندهار پر لویه لاره جوړېږي چې پر رغېدو یې ۳۶ میلیونه افغانیو لګښت راځي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام