د مخکیني حکومت ۱۶ښځینه پوځي کارکوونکو سره مرکې؛ «زه او اولادونه مې سوال کوو»

سلام‌وطندار د مخکیني حکومت د ملي اردو له ۱۶ ښځینه کارکوونکو سره چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو وزګاره شوي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه کارکوونکې له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د یادو ښځینه کارکوونکو له ډلې یې ۱۴‌وو سلام‌وطندار ته ویلي، د دندې له لاسه ورکولو سره اوس له لوږې سره مخ دي.

کابل کې په ۳۰زره ډالرو د دولتي مسلخونو د غوښې پلور یوه نمایندګي جوړه شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا نن «چهارشنبه، مرغومې ۱۳مه» کابل کې د ۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې د دولتي مسلخونو د غوښې پلور نمایندګي پرانېستله. په ورته وخت کې یوشمېر هېوادوال وايي، تر دې وروسته کولای شي دغو نمایندګیو څخه په ښه کیفیت غوښه وپېري.

عبدالغني برادر: افغانستان به ډېر ژر له چین سره ونښلول شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي چین هېواد سره ونښلول شي.

عبدالغني برادر دغه څرګندونې پرون «سه‌‌شنبه، مرغومې ۱۲مه» د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه جومات د بنسټ ډبرې د کېښودو په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.