Asset 1SWN

کابل کې په ۳۰زره ډالرو د دولتي مسلخونو د غوښې پلور یوه نمایندګي جوړه شوه

مسلخ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا نن «چهارشنبه، مرغومې ۱۳مه» کابل کې د ۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې د دولتي مسلخونو د غوښې پلور نمایندګي پرانېستله.

د یادې نمایندګي د پرانېستلو په اړه جوړو شویو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس وویل، خصوصي سکتور ژمنه کړې چې د مسلخونو برخه کې به ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او په وینا یې، د دولتي مسلخونو د غوښې پلور نمایندګي پرانیسته یې یوه برخه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرنې وزارت د دفتر رییس خورشید احمد وویل، د دولتي مسلخونو د غوښې پلورلو نمایندګي کولای شي چې ۲۴ ساعتونو کې پېرېدونکو ته ۱۰ ټُنه غوښه وړاندې کړي.

هغه وویل: «د څارویو حلالولو یا مسلخونو برخه کې یې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې او د دولتي مسلخونو د غوښې پلور د څو نمایندګيو جوړول یې هم یوه برخه ده او د دې نمایندګي پر جوړېدو ۳۰زره ډالره لګښت راغلی دی.»

په ورته وخت کې یوشمېر هېوادوال وايي، تر دې وروسته کولای شي دغو نمایندګیو څخه په ښه کیفیت غوښه وپېري. د کابل اوسېدونکي شېراحمد وویل: «ښه‌والی یې دا دی چې غوښه یې صحي او پاکه ده، ښه ځای کې حلالېږي او خلکو ته وړاندې کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مسوولانو په وینا، دامهال کابل کې دوه دولتي مسلخونه فعالیت کوي چې ډېر ژر به د ښار په کچه څو نور مسلخونه هم جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام