د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز ګردېز په بېلابېلو کلیو کې یې پر ۵۸۸ بېوزله کورنیو باندې «چرګانې» وېشلې دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ امريت اړوند د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچی سلاموطندار ته وايي، د ناروې کمېټې په مالي لګښت هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګې ورکړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د اړمنو کورنيو لپاره د هګۍ ورکوونکو چرګو د فارمونو جوړېدو سره به د يادو کورنيو اقتصادي ستونزې حل شي.
په يادو فارمونو کې هرې کورنۍ ته ۳۰ هګۍ ورکوونکې چرګې، ۲۰۰ کيلو ګرامه د چرګو دانه، دوه د دانې خوړلو او دوه د اوبو لوښي، یوه کړکۍ او یوه دروازه ورکړل شوي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، يادو کورنيو ته د فارمونو د پالنې، تغذيې او واکسينونو د کارونې او استعمال په اړه روزنه هم ورکړل شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې هم پکتيا کې د یوشمېر نورو موسسو په مالي ملاتړ ګڼشمېر کورنيو ته د چرګو فارمونه جوړ شوي چې د دغو کورنيو د اقتصادي ستونزو په حل کې اغېزمن تمام شوې دي.