Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۱۰۰ بې‌‌وزله مېرمنو باندې چرګې ووېشل شوې

IMG-20230722-WA0018

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري په څرخ ولسوالي کې۱۰۰بې‌وزله مېرمنو باندې چرګې ووېشل شوې.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز سلام وطندار ته وویل چې د کرنې پراختیا نړیوال صندوق په مالي لګښت د هالنډ کمېټې له لوري ۱۰۰ بې‌وزله مېرمنو ته د چرګو واړه فارمونه جوړ شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همراز زیاته کړه چې هرې بې‌وزله مېرمنې ته ۳۰ د هیګو چرګې، خوراکه او د چرګو د ساتنې او پالنې وسایل ووېشل شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه همدارنګه وايي، د یادو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بې‌وزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته د کور دننه زمینه برابرول دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام