Asset 1SWN

د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې دوه برابره شوي

FB_IMG_1681871668673

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي چې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې دوه برابره شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د کابل-لوګر پر لویه لاره د موټرو ګڼې ګوڼې له امله پنځه کسان مړه شوي او دولس نور ټپيان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې دغه پېښې د وړو او لویو موټرو د ټکر او چپه‌کېدو له امله رامنځته شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کابل-لوګر پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو یوازینی لامل د کابل-کندهار لوې لارې د موټرو مسیر بدلون دی.

د کابل-کندهار لویې لارې د جوړېدو له امله یوشمېر موټر د لوګر له لارې کابل ته داخلېږي. له دې وړاندې به دغه موټر د میدان‌وردګ له لارې کابل ته تلل چې اوس پرې دې لارې د سړک رغونې چارې روانې دي.

د لوګر اوسېدونکي او موټرچلوونکي هم وایي چې دې وروستیو کې د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې دوه برابره شوي او لامل یې هم د کابل-کندهار لوې لارې د موټرو مسیر بدلون او د کابل-لوګر لوې لارې په ترڅ کې د جګړو له امله د ویجاړو شویو پلچکونه بیارغول بولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی وړاندیز کوي چې د کابل-لوګر پر لویه لاره د بار وړونکو موټرو وزن کنټرول کړي، ګنې په وینا یې، دغه لاره به نور هم ویجاړه شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام