Asset 1SWN

لوګر کې د حکومت له لوري د لوړې مالیې له اخیستو د هټۍ‌والو شکایت

لوګر

د لوګر د مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر هټۍ‌وال د حکومت له لوري د دغه ولایت له هټۍ‌والو څخه د لوړې مالیې له اخیستلو شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې کاروبار یې خراب دی او د مالیې د ورکړې توان نه‌لري. یو هټۍوال محمدعمران سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او حکومت ته ماليه نشي‌ ورکولای.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله مالیه دوه برابره شوې او حکومت ته پکار ده چې اوس وخت کې د هټۍوالو او سوداګرو لاسنیوی وکړي او مالیه ورته معاف کړي.

هغه وویل: «پل علم کې د خوراکي توکو یو هټۍوال یم، د پخوا په پرتله کاروبار خرابه شوی، پخوا چې مالیه وه، زر افغانۍ وه، اوس ۴ زره افغانیو ته لوړه شوې، له حکومت څخه غوښتنه کوو چې مالیه راکمه کړئ، ځکه هېڅ کاروبار نشته.»

د مرکز پل‌علم ښار بل هټۍوال میرویس هم شکایت کوي چې مالیه څو برابره لوړه شوې، خو په ټوله کې کاروبار ټکنی شوی دی.

د هغه په وینا، یاد ولایت کې مستوفیت د ماليې راټولولو لپاره کمپاین پیل کړی او ان ډېری هاټۍوالو څخه یې د تېر جمهوریت د وخت مالیه هم ترلاسه کړې.

نوموړي وویل: «اوسنیو شرایطو کې خو مالیه هم نشو پوره کولای، تاسې دغلته نیم ساعت تېر کړ، تاسې کوم مشتري ولیده چې دوکان ته خریدارۍ لپاره راغلي وي. دوکان کرایه را باندې راځي، مالیه خو دومره لوړه شوې چې تېرو وختونو کې مو ۱۲ سوه افغانۍ ورکوله، ولې اوس تر ۴ زره افغانیو پورې لوړه شوې. اوس مو کار خراب شوی که پسرلي کې ښه شي، څه نشم ویلای.»

خو د لوګر د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې د ماليې وزارت د پالیسۍ له مخې ټول هټۍوال او سوداګر اړ دي چې حکومت ته مالیه ورکړي او دغه لړۍ په منظمه توګه پر مخ روانه ده.

هغه د مالیې لوړولو ادعاوې ردوي او وايي، د ماليې وزارت د قانون له مخې، د لوګر مستوفیت په بشپړ شفافیت سره هټۍوالو څخه ماليه راټولوي.

نوموړي وویل: «لوګر بېلابېلو برخو کې د ماليې وزارت د پالیسي له مخې د مستوفیت له لوري مالیه را جمعه کېږي. دا پروسه په ډېره منظمه بڼه مخ ته روانه ده او د ماليې راټولو مسوولیت هم علما او مسلکي خلک په غاړه لري، هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې ستاسې مالیه به د هېواد د پرمختګ برخه کې مصرف شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا یوازې لوګر نه دی چې خلک په‌کې د حکومت مالیې لوړېدو څخه شکایت کوي، بلکې تر دې وړاندې د هېواد نورو ولایتونو کې هم ورته شکایتونه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام