جاني‌خېل د پکتیا تر ټولو لرې پرته غرنیزه ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې دي. اوسېدونکو یې سلام‌وطندار ته وايي، د ولسوالي د لویې لارې خرابوالی او د منظم روغتون نشتون، هغه څه دي چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دوی زیاتوي چې که څه هم د مخکیني حکومت پرمهال د یادې ولسوالي د لویې لارې د جوړېدو لپاره هڅې شوې وې، خو تراوسه یې د رغولو چارې نه دي پیل شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، جاني‌خېل ولسوالي یوازې یو کوچنی کلینیک لري چې د ټول نفوس اړتیاوې نه‌شي، پوره کولی او ډېری وخت هغه ناروغان چې مرکز ګردېز او یا بل ځای ته لېږدوي، د لارې خرابوالي له امله لاره کې ساه ورکوي.

د جاني‌خېلو اوسېدونکي اسدالله وویل: «سرک بېخي، خام دی، خلک بېخي زیاتو ستونزو سره مخ دي. شهرنو بازار یا ګردېز ته ناروغان په خپل وخت نشي رسولی، لاره کې ګردونه زیات وي، څوک د ګرد له لاسه په لاره نشي تللی. خلک ستونزو سره مخ دي.»

دوی دا هم وایي چې ولسوالي کې یې هېڅ داسې پروژه نه‌ده پلې شوې چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي. د دې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، سږکال د طبیعي افتونو له امله هم د دې سیمې خلک سخت ځپل شوي او که ورسره مرسته ونشي، د ژمي په رارسېدو به لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د پکتیا ولایتي چارواکي سره له دې چې وايي، ټولو ولسواليو کې د روغتیا، تعلیم او رغاونې په برخه کې انډولیز کار کوي، خو زیاتوي چې د جاني‌خېلو ولسوالي د اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.

د پکتیا د ولایت ویاند ادم خان اوریاخېل وویل: «اسلامي امارت پلان کې لري چې نه یوازې د جاني‌خېلو، بلکې د پکتیا ټولو ولسوالیو ته د روغتیا، تعلیم او د عامه لارو د جوړونې په برخه کې منظم پلانونه لري. د دې پلانونو د پلي کولو لپاره وخت ته اړتیا ده، دا چې تېرو شلو کلونو کې څه ندي شوي او د یو کال په جریان کې د خلکو ټولې ستونزې حل کړل شي، ناشونې ده، خو بیا هم ډاډ ورکو چې د خلکو ستونزو ته اسلامي امارت ډېره توجه کړې.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د جاني‌خېلو اوسېدونکي دا هم وایي چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او له امله یې خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام