یوې باوري حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له‌ خوا نیول شوې ده. سرچنیه وایي چې دغه ولسوالي وروسته له هغې د طالبانو لاس ته ولوېده چې بېګاه شپه له دغې ولسوالي ټول امنیتي سرتېري ایستل شوي وو.

 دغه حکومتي سرچینه وایي چې دولت‌شاه ولسوالي له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وه او تر اوسه ورته هېڅ تازه دمي سرتیري او مرسته ځکه نه شوه رسېدلی چې طالبانو دغې ولسوالي ته ورغلې ټولې لارې پر ماینونو پوښلې وې او هېڅ دولتي قوې پکې مخکې تګ نه شوای کولای.

سرچینه وایي، له دغې ولسوالي هر ډول وسلې، تجهیزات او سرتیري تېره شپه ویستل شوي او سهار شاوخوا ۷ بجې دغې ولسوالي ته طالبان دننه شوي دي. دا د لغمان په الینګار او الیشنګ کې له ګڼو حکومتي پوستو له سقوط وروسته لومړۍ ولسوالي ده چې طالبان یې نیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې مخکې په روژې میاشت کې له لسو ډېرې پوستې په الینګار ولسوالي کې له مقاومت پرته طالبانو نیولې وې او  همدا وړمه شپه الیشنګ کې هم څلور پوستې سقوط شوي دي. تر اوسه د لغمان ولایتي ادارې په رسمي توګه  په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

د لغمان ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې له دولت شاه سربېره بادپښ او الیشنګ ولسوالیو کې هم حکومتي پوستې د کلابندۍ په حال کې دي او که مرسته ورته ونه رسېږي،  ښایي  دغه ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

بل‌خوا سلام‌وطندار د یوې هوکړې داسې کاپي تر لاسه کړې چې پکې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د لغمان په الینګار کې طالبانو او حکومتي غاړې د غنمو فصل د پخېدو او د ښوونځیو د ازموینو رسېدو په پار اوربند کړی دی چې دواړه غاړې اړې دي پر یو بل به ډزې، عملیات نه کوي او یو د بل سیمو ته به هم نه ورځي.



د لغمان د ولایتي شورا غړی عتیق‌الله عبدالرحیمزی هم وايي چې امنیتي ځواکونه له دولت شاه ولسوالي وتلي دي. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو له ۷ میاشتې کلابندۍ وروسته بېګاه شپه له دغې ولسوالي شاه تګ کړی او د ملي پوځ یوه بېز ته ورغلي دي.

هغه وایي، د قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته چې د طالبانو پر وړاندې درېدلي وو، دغه سرتېري له کلا بندۍ راوېستلي دي.

په ورته مهال دفاع وزارت هم وایي چې وسله‌والو طالبانو د لغمان دولت شاه ولسوالي نه ده نیولې، یوازې دوی له دغه ولسوالي څخه تکیتکي شاه تګ  کړی.

د دغه وزارت ویاند روح احمدزی وايي. د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالي کې  افغان ځواکونو په لنډ‌مهاله توګه شاه تګ کړی او په هېڅ ډول  دغه ولسوالي د دښمن لاس ته نه ده لوېدلې. نوموړی زیاتوي، افغان ځواکونه هلته شتون لري او د دوی په عملیاتو کې دښمن ته زیات تلفات هم اووښتي دي.

نوموړي د دولت شاه اوسېدونکو ته ډاډ ورکړچې ډېر ژر به افغان ځواکونه تر پخوا لا ځواکمن او په دې سیمه کې به ځای پر ځای شي.

وسله والو طالبانو د دولت شاه ولسوالي نیول منلي او ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو درې ټانګونه، یو رنجر موټر او ډېرې وسلې او مهمات دغې ډلې ته په لاس ورغلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام