Asset 1SWN

د غور تيوره ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

تصاویر-ولسوالی-تیوره-2-p56215jsmkqf3ljja9mw79l2zii4kfhpcgbcx7qdu0

د غور د تيورې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او امنیتي مسوولان دغې ولسوالۍ کې ترینګلي امنیتي وضعیت او یو په بل پسې د ځینو سیمو او د امنیتي پوستو سقوط څخه اندېښنه ښيي او وايي، که چېرې دولت ورته جدي پام ونه کړي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، طالبانو خپل غوځښتونه زیات کړي او له هوايي ځواکه غواړي چې په اړه يې بېړنی ګام پورته کړي.

د غور د تیورې ولسوالۍ امنیې قومندان حبیب‌الرحمان ملکزاده هم وايي، د ځايي او مرکزي چارواکيو نه پام له کبله دغې ولسوالۍ کې یو شمېر امنیتي ځواکونو خپلې دندې پرېيښې دي او طالبانو سره یو ځای شوي دي.

ملکزاده وايي، طالبانو دا اوس هم له څو خواوو پر دغې ولسوالۍ خپل خوځښتونه پیل کړي او که پام ونه شي، وضعیت به نور هم نازک شي.

خو د غور د والي ویاند زلمی کریمي وايي، تیورې ولسوالۍ ته ځانګړي امنیتي ځواکونه استول شوي او ډېر ژر به دغې ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شي.

دغه اندېښنې داسې حال کې مطرح کېږي چې دوه ورځې وړاندې د غور تیورې ولسوالۍ کې ۲۰ امنیتي ځواکونه خپلو وسلو سره یو ځای طالبانو سره یو ځای شول او «یخن» سیمه چې د تیورې ولسوالۍ څو کیلومټرۍ کې ده تېره ورځ سهار د طالبانو لاس ته ولوېده او دوه امنیتي ځوکاونه هم په کې ووژل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام