طالبانو په غور ولايت کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځه وړي او بيا يې سوځولي دي.
د غور د چهارسدې ولسوال عزتالله عزیزي وايي، وسلهوالو طالبانو له ۱۷۹جريبه ډېره کرنيزه او د څارويو د څرولو ځمکه او ۲۵ زره مېوه لرونکې او بېمېوې ونې اول له منځه وړي او بيا يې سوځلي دي.
د عزيزي په وينا، طالبانو دغه کار ځکه کړی چې د يادې ولسوالۍ د «منګ» سيمې اوسېدونکي دولت او د امنيتي ځواکونو پلوي دي.
د غور اوسېدونکي د طالبانو دغه کار ناسم بولي او وايي، د کرنيزو او څارويو د څرولو ځمکو او د ځنګلونو سوځول د سيمې خلکو او څارويو ته لویه اقتصادي ضربه وارده کړې ده.
د ياد ولايت اوسېدونکی حبیبالله انوري وايي، کروندګرو او بڼوالو له يادو ځمکو هر کال زرګونه ټنه محصول او مېوه ټوله او صادروله او خپل اقتصاد يې پرې روان کړی و.
د غور بل اوسېدونکی ذبیحالله هم وايي، د ياد ولايت چهارسدې کې د ځنګلونو له منځه وړل او سوځول چاپېریال او څارويو ته لویه ضربه ده.
د غور والي او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
خو د چاپېريال ساتنې کار پوه عبدالظاهر توانا وايي، د کرنيزو ځمکو او مېوه لرونکيو ونو له منځه وړل د چاپېريال ساتنې د قانون پر خلاف کړنه ده.
نوموړی ټينګار کوي چې د يادو کړنو عاملانو ته بايد سزا ورکړل شي.
چهارسده د غور د مرکز فېروزکوه شمال کې په سل کيلومټرۍ کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده.
د يادې ولسوالۍ لارې له ۶ کلونو راهيسې د ملکيانو او نظاميانو پر مخ تړلې دي.