د غور د شهرک و تولک ولسواليو مسوولان وايي، يوه اوونۍ کېږي چې په يادو دوو ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستې د وېش مخه نيولې ده او نه پرې‌ږدي چې دغه مرستې ووېشل شي.

د دوی په وينا، طالبانو دغه کار د پاکستان د کوټې شورا په لارښوونه کړی او همداراز يې د ملي دسترخوان د پروګرام د مرستو وېشونکيو ته يې خبرداری ورکړی که چېرې دغه مرستې ووېشي، وبه يې وژني.

د غور د شهرک ولسوال محمد سخي صبوریار وايي، دغه مرستې کولای شي چې تر يوې کچې د اړمنو کورنيو ستونزې حل کړي.

د غور د تولک ولسوال سلیمان یوسفي هم دغه موضوع تاييدوي او وايي، که څه هم دوی د سيمې د پرمختيايي شوراګانو او قومي مشرانو په همغږۍ هڅه کړې دغه موضوع حل کړي؛ خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.

يوسفي له محلي او مرکزي مسوولانو غواړي چې د يادې ننګونې حل لپاره هڅې وکړي.

د غور د محلي ادارې مسوولانو او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی؛ خو د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی محمد مهدوي له دواړو لوريو غواړي چې د ياد پروګرام مخه ونه نيسي، ترڅو دغه مرستې اړمنو کورنيو ته ورسېږي.

د ملي دسترخوان برنامه په شهرک، تولک و لعل و سرجنگل ولسواليو کې تطبیقېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د شهرک و تولک ولسواليو مسوولانو ويلي وو چې طالبان د ملي دسترخوان له برنامې باج اخلي او په دې اړه يې اندښنه ښودلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام