د ملي دسترخوان پروګرام د لسګونو کارکوونکو اعتراض

د ملي دسترخوان پروګرام له دوو زرو ډېرو کارکوونکو نن د ADA, SDO, COAR او WADAN موسسو له لوري د معاشونو د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دوی وايي، سره له دې چې په سختو حالاتو کې یې له خلکو سره د مرستې په موخه له یادو موسسو سره کار کړی، خو له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

کندوز کې اړمنو کورنیو ته د ملي دسترخوان مرستندویه کڅوړې رسېدلي

له هغه وروسته چې سلام‌وطندار د ۱۳۹۹ کال د جدې په یوولسمه نېټه په کندوز کې پر اړمنو کورنیو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ناعادلانه وېش په اړه راپور خپور کړ، د کندوز اوسېدونکو وویل چې یادې مرستې پر اړمنو کورنیو نه وېشل کېږي او مسوولان د پراختیايي شوراګانو له رییسانو او ګذر وکیلانو سره په ګډه یې پر خپلوانو وېشي.

طالبانو په لوګر کې د ملي دسترخوان پروګرام درولی

د لوګر محلي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او یوشمېر نورو ولسوالیو کې بې‌وزله کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام له لوري د مرستو وېش درولی دی.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وايي، طالبانو محلي شوراګانو ته خبرداری ورکړی چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري و نه کړي.

د غور په ۲ ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو د وېش مخه نيولې

د غور د شهرک و تولک ولسواليو مسوولان وايي، يوه اوونۍ کېږي چې په يادو دوو ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستې د وېش مخه نيولې ده او نه پرې‌ږدي چې دغه مرستې ووېشل شي.

د دوی په وينا، طالبانو دغه کار د پاکستان د کوټې شورا په لارښوونه کړی او همداراز يې د ملي دسترخوان د پروګرام د مرستو وېشونکيو ته يې خبرداری ورکړی که چېرې دغه مرستې ووېشي، وبه يې وژني.