له هغه وروسته چې سلام‌وطندار د ۱۳۹۹ کال د جدې په یوولسمه نېټه په کندوز کې پر اړمنو کورنیو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ناعادلانه وېش په اړه راپور خپور کړ، د کندوز اوسېدونکو وویل چې یادې مرستې پر اړمنو کورنیو نه وېشل کېږي او مسوولان د پراختیايي شوراګانو له رییسانو او ګذر وکیلانو سره په ګډه یې پر خپلوانو وېشي.

د کندوز د ولسي تړون پروګرام او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولانو د سلام‌وطندار له راپور وروسته پر هغو اړمنو هم مرستې ووېشلې چې پاتې وو. په دغو مرستو کې یې یادو کورنیو ته اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، سابون او روغتیايي توکي چې څلور زره افغانۍ کېږي، ووېشل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس دوست‌محمد ریحان سلام‌وطندار ته ویلي چې په لومړي پړاو کې یې د ملي دسترخوان پروګرام د مرکز په ۲۲۸ او د علي‌اباد ولسوالي په ۶۹ کلیو کې پیل او بشپړ کړ.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې مرستې ورته نه دي رسېدلي، کولای شي دغه ریاست ته ورشي او مرستې ترلاسه کړي. هغه زیاتوي، د سروې ډلو یې څو میاشتې مخکې له قومي مشرانو د ملا امامانو سره په همغږۍ د هرې سیمې ۹۰ سلنه برخه سروې کړې وه چې پر بنسټ یې هغه کورنۍ په دغه پروګرام کې شامل شوې چې اقتصادي ستونزې یې لرلې.



په همدې حال کې د کندوز یوشمېر اوسېدونکي چې د ملي دسترخوان پروګرام مرستې ورته رسېدلي وايي چې مسوولانو پر اړمنو کورنیو یادې مرستې وېشلې دي. محمدنعیم او عبدالقیوم چې مرستې ورته رسېدلي وايي، د دوی په کلي کې پر ۴۱۶ اړمنو کورنیو یادې مرستې وېشل شوې دي.

خو د کندوز والي عبدالستار میرزکوال د سلام‌وطندار په هغه راپور کې چې څو میاشتې مخکې خپور شو، ویلي و چې د ملي دسترخوان پروګرام په لومړي پړاو کې ستونزې شته چې په دویم هغه کې به یې له منځه یوسي، څو ټولې اړمنې کورنۍ ترې برخمنې شي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه‌ييزو ارګانونو خپلواک ادارې سره په همغږۍ د ملي دسترخوان پروګرام د کابل په ګډون، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې عملي کوي.

ولسمشر محمداشرف غني د دغه پروګرام د پیل لارښوونه کړې او هغه بشردوستانه مرستې دي چې د کورونا وبا له کبله خلکو ته د اوښتو اقتصادي زیانونو له کبله پر هغوی وېشل کېږي.

د یادونې ده چې د دغه پروګرام پیسې د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي او د ولسي جرګې له سخت مخالفت سره سره پیل شو. ولسي جرګې د تېر کال په زمري میاشت کې د ملي دسترخوان پروګرام بودیجه چې د تصویب لپاره دې جرګې ته ورلېږل شوې وه، رد کړه، خو حکومت له دې سره سره بیا هم دغه پروګرام پیل کړ او لا هم روان دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام