کندوز ولايت کې سرچینې وايي، پر نظامي سيمو د طالبانو ډېری بریدونه د بې‌پيلوټه الوتکو له تصوير اخيستو وروسته کېږي.

ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، درې شپې وړاندې د طالبانو بې‌پيلوټه الوتکې د کندوز ولايت له ملي امنيت رياست نه تصويرونه اخيستل چې افغان امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او الوتکه ورکه وشوه.

د سرچينې په وينا، طالبانو چې څو مياشتو راهيسې خپل بريدونه کړي، د بې‌پيلوټه الوتکې له تصوير اخيستو وروسته دي. سرچينه زياتوي، تر اوسه پورې د طالبانو ۴ بې‌پيلوټه الوتکې امام صاحب ولسوالۍ کې په اسمان کې ليدل شوې دي.

هغه وايي، تېر کال امنیتي ځواکونو کندوز ښار کې د طالبانو ۲ بې‌پيلوټه الوتکې وويشتلې. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په يادو الوتکو کې وړې د تصوير اخيستو کامرې او واړه واړه بمونه ځای پر ځای شوي دي.

د معلوماتو له مخې د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم چاودنه هم وروسته له هغې شوې چې طالبانو پر بې‌پيلوټه الوتکې د کنډک تصويرونه اخيستي وو.

د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې د کندوز ولايت پر مقام بريد هم بې‌پيلوټه الوتکې کړی دی، هغه ادعا چې د کندوز د والي وياند يې ردوي او دغه بريد د طالبانو توغول شوې هاوان مرمۍ بولي.

د نظامي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل وايي، طالبان چې کومې بې‌پيلوټه الوتکې کاروي د وړو بمونو د لېږد توان لري او تر ۲۰۰مټرو پورې ځای په نښه کولای شي.

د نظامي چارو بل کارپوه جاوېد کوهستاني وايي، طالبانو هلمند ولايت کې څو کاله وړاندې هم توغندويي بريدونه د بې‌پيلوټه الوتکې له تصوير اخيستو وروسته کړي وو.

د کندوز ولايت امنيتي مسوولان د طالبانو د بې‌پيلوټه الوتکې د فعاليت په اړه څه نه وايي؛ خو د ياد ولايت د والي وياند عصمت‌الله مرادي وايي، تېر کال امنيتي ځواکونو کندوز ولايت کې د طالبانو يوه بې‌پيلوټه الوتکه راغورځولې وه او ويلي یې و چې طالبان له پرمختلليو وسلو او بې‌پيلوټه الوتکې کار اخلي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه چې بې‌پيلوټه الوتکو نه کار اخلي څه نه دي ويلي.

کندوز د هېواد له ناامنو ولايتونو شمېرل کېږي چې په ډېرو ولسواليو کې يې طالبان فعاليت کوي.

دښت‌ارچي، چهاردره او امام صاحب ولسوالۍ کندوز کې د طالبانو د سوق مرکزونه دي چې ډېری بريدونه له دې ځايونو پلان کوي.

په يادو ۳ ولسواليو کې طالبانو سره  ازبکستاني او چچينيايي جنګيالي هم ملتيا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام