د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د مشرتابه کمېټې شپږمې غونډې ته ویلي چې د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو بې‌ځایه وخت تېرول لامل شوي، څو جګړه زیاته شي او دغې مسلې د افغانستان پاښت له ګواښ سره مخ کړی دی.

عبدالله وايي، پخوا ته په پرتله جګړه زیاته شوې او طالبان له دغه فرصت څخه استفاده کوي. د هغه په وینا، د سولې خبرو کې نه‌پرمختګ لامل شوی چې د دغې پروسې په تړاو د خلکو اندېښنې زیاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې ډېره هڅه کړې چې وخت بې‌ځایه تېر کړي. د خلکو ترمنځ اندېښنه موجوده چې ایا طالبان د سولې لپاره اراده لري یا نه. دغه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي. اوس د هېواد د بقا مسله مطرح ده. د افغانستان د وحدت او روغتیا موضع مطرح ده. دغې مسلې افغانستان له خطر سره مخ کړی دی.»

عبدالله عبدالله وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان دولت سوله غواړي، خو طالبانو جګړه د پلازمینې تر دروازو را رسولې ده. د هغه په خبره، طالبان فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو په وتو سره به خپل پخوانی حاکمیت تر لاسه کړي، خو دې وضعیت ته اجازه نه ورکول کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له خلکو او سیاسي مشرانو غواړي، څو خپل رقابتونه پرېږدي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او وښيي چې د افغانستان خلک یووالی لري.



هغه زیاته کړه: «په داسې حالت کې یو چې سوله وایو، خو جګړه د پلازمینې تر دروازو رانږدې شوې. مشران باید د هر اړخیز ملاتړ اعلان وکړي، یو وخت به له یو بل سره رقابت کوو، خو نن د افغانستان پایښت له خطر سره مخ دی. د یوه هېوادوال په توګه او د نوم او نښان په له یاده اېستو، هغو خلکو ته چې مونږ ته یې سترګې دي، هیلې ور وبښو.»

عبدالله په دې غونډه کې همداراز وویل چې د سیمي هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې له دوام څخه ګته نه ترلاسه کوي.

د ملي  روغې جوړې عالي شورا رییس د افغانستان له خلکو د امریکا له مرستو او ملاتړ دوام څخه خبر ورکوي او وايي چې امریکا ته د سولې بهیر په لاره کې شته خنډونه معلوم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام