د امریکا مالیې وزارت د سه‌شنبې پر ورځ په افغانستان کې له بې‌وزله او اړمنیو کسانو سره د لا ډېرو بشري مرستو د برابرولو په اړه درې عمومي جوازونه صادر کړل.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد له کړکېچ سره مخ شوی او اقتصاد یې سقوط کړی.

په ویناپاڼه کې راغلي، سره له دې چې پر اسلامي امارت بندیزونه لګېدلي، خو دا جوازونه د امریکا حکومت، نړیوالو سازمانونو او غیر‌حکومتي بنسټونو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت ولري او بې‌وزلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ویناپاڼه کې همداراز راغلي، هغه افغانان چې له هېواده بهر ژوند کوي هم کولای شي، د حوالې له لارې خپلو کورنیو او خپلوانو ته پیسې ولېږي.

 د امریکا د مالیې وزارت داسې مهال دغه جوازونه صادر کړي چې امریکا د حقاني شبکه چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت ډېره برخه جوړوي، د بهرنیو ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړې ده.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال والي ادیمو په دې ویناپاڼه کې ویلي چې افغانستان  له وچکالۍ څخه رنځېږي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته خصوصي سکټور تښتېدلی، دغه راز، د هغه هېواد اقتصاد له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د کویډ۱۹ ناروغي هم زیاته شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د متحده ایالتونو مالیې وزارت د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هم افغانستان ته د مرستې رسونې دوه عمومي جوازونه صادر کړي وو او په لومړي جواز کې راغلي و چې د امریکا حکومت، غیر‌حکومتي بنسټونه او د ملګرو ملتونو په ګډون مشخصې موسسې کولای شي، پر اسلامي امارت د بندیزونو سره سره، افغانانو ته د مرستو د رسولو په موخه په خپلو کې همغږي او تعامل وکړي.

په دویم جواز کې اجازه ورکړل شوې وه چې افغانستان ته خوراکي، درمل او نور توکي ولېږل شي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پر افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شوې او د امریکا په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د دغه هېواد ۹.۵ میلیارده ډالره کنګل شوې چې په دې سره افغانستان د یوه بشري ناورین او د اقتصاد د پاشل‌کېدو پر لور روان دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ادارې په وار وار د افغانستان بشري وضعیت ناوړه بللی او ویلي یې دي چې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي، ډېری ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي او نجونې له ښونځیو پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام