د امریکا ولسمسشر جوبایډ‌ن وړمه ورځ د ناټو غړو هېوادونو په ناسته کې وویل چې له افغانانو او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو سره به په ډېپلوماتيکو، اقتصادي او بشرپالنې برخه کې د امریکا ژمنې تلپاتې وي او له دغه هېواد به ملاتړ کوي.

جوبایډن د امریکا د ملګرو هېوادونو له هغې پرېکړې هم هرکلی کړی چې له مخې به دغه هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه کوي، څو افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ د ناټو غړو هېوادونو له  سرمشریزې وروسته په یوې جلا غونډه کې وویل چې دوی د افغانستان څنګ ولاړ دي او له دغه هېواد سره د امنیتي ځواکونو د روزنې او مالي ملاتړ سربېره د نړیوالو هوایي ډګرونو د فعالیت د ډاډ په موخه ځانګړې بودیجه بیا ځلي تایید شوه.

نوموړی وایي، ناټو او ملګري هېوادونه یې پر داسې یوې طرحې کار کوي چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د فعالیت له دوام څخه ډاډ ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د ناټو د ملکي حضور دوام خورا اهمیت لري او په دې برخه کې د ترکیې ونډه اړینه ده.

ینس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو غړو هېوادونو ډاډ ورکړی چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د دوی مالي مرستې او روزنېز پروګرامونه دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د ناټو سرمنشي زیاته کړه: «مونږ پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړو، څو د ظرفیت جوړونې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړو. مونږ د بنسټیزو کارونو له هغې ډلې د کابل په هوایي ډګر او همداراز په لویه کچه د نړیوالې ټولنې د ډېپلوماټيک حضور او د پراختیایي مرستیو په برخه کې کار کوو، څو ډاډ ترلاسه کړو او له همدې لارې افغانستان سره خپلو مرستیو او همکاریو ته دوام ورکړ.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام