Asset 1SWN

عبدالله او خلیل‌زاد د دوحې د هوکړې پر بیا کتنې بحث کړی

Khalilzad-Abdullah-1-p3kfd21bzocmuli15e0m8hslnnekmtxl1y6qox97ys

د ملي پخلاينې عالي شورا ويلي، د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د يادې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

له يادې شورا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر چټکتیا او د امریکا د نوي حکومت له لوري د سولې د هوکړې پر بیاکتنې ټینګار شوی دی.

خبرپانه کې راغلي، دواړو لوريو همدا راز په دوحه کې د سولې خبرو پر دویم پړاو کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

په دې لیدنه کې تر ډېره پر بین‌الافغاني خبرو، د تاوتریخوالي کمولو، د مذاکراتو پر دویم پړاو او نورو مواردو بحثونه شوي دي.

دغه ليدنه چې نن سهار شوې د یادې شورا رییس له خپلو مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ یو شمېر غړيو هم له خلیلزاد سره ناسته کې ګډون کړی.

له دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، د دوی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دا ځل په خپلو تازه سفرونو کې دوحې، کابل او د سيمې د هېوادونو يو شمېر پلازمېنو ته سفرونه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به په دې سفرونو کې له افغان مشرانو، طالب استازيو او د سيمې هغو هېوادونو استازيو سره ليده کاته وکړي چې سياسي حل لاره کې يې ګټې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام