Asset 1SWN

د افغانستان د سولې پروسه؛ عبدالله په تهران کې له جواد ظریف سره وليدل

Abdullah-Zarif-ox3gb3tkrrj9b1ercs0hsh3kklexpx2ubnac0xqff8

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن تهران ته لاړ. عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې دوه ورځني سفر کې به چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه دی، له ایراني لوړ پوړو چارواکيو سره خبرې اترې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

خطیب زاده همدارز لیکلي چې اباد، خپلواک، پرمختللی او باثباته افغانستان د ایران همېشنۍ غوښتنه وه او تهران بین‌الافغاني خبرو سره د مرستې په موخه خپلې ټولې هڅې کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار او د رسینو د چارو رییس مجیب الرحمان رحیمي وايي، ایران ته د عبدالله د سفر په لومړۍ ورځ په پام کې ده د دې هېواد د پارلمان له رییس سره هم خبرې وکړي.

عبدالله به په دې سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د ملي امنیت له منشي، د انرژۍ له وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړيو ایراني چارواکيو سره هم وګوري.

د يادولو ده چې عبدالله له دې وړاندې لومړی پاکستان او بیا هندوستان ته لاړ او هلته یې د افغان سولې په تړاو له لوړ پوړيو چارواکيو سره لیدنې وکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام