Asset 1SWN

سلام وطندار

خلیل‌زاد: له طالبانو سره په ليدنه کې د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېدو

000_1IH9LR_0-1-owzleawwmxt97xcsj5j0aerly5qi8w8k3yxc4oh310

 

افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.

خليل‌زاد تېره ورځ په خپاره شوي ټوېټ کې ويلي، که دا اقدامات له سره تنظیم شي نو تمه ده چې په تاوتریخوالي کې به د پام وړ کموالی راشي.

نوموړي زياته کړې، له دې خبرو يې معنا دا ده چې د طالبانو له لوري به بريدونه کمېږي، ځکه چې په خبره يې اوسمهال ډېر افغانان وژل کېږي چې د دوی د وژلو مخه ونيول شي.

خليل‌زاد همداراز ويلي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د طالبانو له لوري بريدونه  ډېر شوي چې دا کار د سولې بهير ګواښي او افغانان او د افغانستان سيمه‌ييز او نړيوال ملاتړ اندېښمنوي.

نوموړي زياته کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کېدو څار ډېروي او وايي چې ټول اړخونه بايد خپل مسووليتونه ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام