ځینو رسنیو پرون داسې راپورونه خپاره کړل چې له مخې یې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له خپلو مشرانو سره په استانبول کې د افغان سولې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه د سلا مشورې په موخه کوټې ته تللی دی.

سره له دې چې د یاد دفتر ویاند ډاکټر نعیم پاکستان ته د دې ډلې د پلاوي تګ ردوي، خو په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پرون کوټې ته ورغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، دا چې په یاد پلاوي کې څو کسان او څوک شامل دي، په اړه یې معلومات نشته، خو په وینا یې، له پرون راهیسې له خپلو مشرانو سره په استانبول ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه پر سلا مشورو بوخت دی.



په همدې حال کې یو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‌الدین که څه هم کوټې ته په قطر کې د طالبانو دفتر د پلاوي تګ په اړه ناخبره دی، خو وايي، طالب ډله ښايي په مشروط ډول د استانبول غونډه کې ګډون وکړي.

د نړیوالو چارو شنونکی محب‌الله شریف بیا وايي، په قطر کې د طالب ډلې دفتر د افغان سولې په اړه د وروستۍ پرېکړې واک نه لري او په‌کار ده چې د خپلو مشرانو او ملاتړو مشورې واخلي او غوښتنې یې په‌کې ځای کړي.

کوټې ته د یاد پلاوي سفر داسې مهال کېږي چې امریکايي او ترکي چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د افغان سولې په اړه په استانبول کې ستره غونډه جوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام