په قطر کې د افغانستان سولې خبرو د دويم پړاو له پيله او د حکومت او طالب پلاويو د کاري کمېټو ترمنځ له څو غونډو جوړېدو سره هم مهاله داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د پلاوي رييس عبدالحکیم حقاني او د دې ډلې يو شمېر نور غړي له پاکستانه قطر ته نه دي تللي.

د طالبانو دا شمېر غړي د سولې خبرو د لومړي پړاو له درېدو وروسته د ليندۍ مياشتې په ۲۴مه پاکستان ته په سفر تللي وو. خو اوس چې په قطر کې دويم پړاو خبرې پيل شوي دي، يو شمېر محرمې سرچينې سلام‌وطندار ته وايي، تر اوسه د طالبانو د پلاوي يو شمېر غړي قطر ته نه دي ستانه شوي.

قطر د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه هېواد دی.

خو د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی غلام‌ فاروق مجروح وايي،  تر اوسه د دواړو لوريو ترمنځ عمومي ناسته نه ده شوې او له همدې کبله دوی د طالبانو د استازيو له حضور او نه حضوره خبر نه دي.

دا چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د رهبرۍ غړي بېرته دوحې ته ستانه شوي او که نه، طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي؛ خو څه موده وړاندې په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعیم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ويلي و چې د سولې خبرو دويم پړاو ته بشپړ چمتووالی لري.

د نړيوالو اړيکو کارپوه محب‌ شریف وايي، که چېرې د طالب پلاوي د رهبرۍ غړي له پاکستانه دوحې ته نه وي ګرځېدلي، ښايي دا پړاو خبرې ډېرې وغځېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولان هم په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي پخلاينې عالي شورا هم وايي، د افغان حکومت د پلاوي يو شمېر غړي د شخصي لاملونو له کبله تر اوسه پورې دوحې ته نه دي تللي.

د افغان حکومت خبرو پلاوی د روان کال د جدي مياشتې په ۱۶مه ڼېټه له طالبانو سره د سولې خبرو د دويم پړاو پيل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام