Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغان حکومت د سولې مرکه‌چي پلاوی د دوشنبې په ورځ دوحې ته روانېږي

Doha-2-oz9t5nhwhmksgdkphk6jbjqkk7p323pjk6o85vq5jo-oz9uerr0jcc9qk1e129v05v321bcj2tprhz9g0tuvo

د افغان حکومت د سولې خبرو د مرکه‌چي پلاوي غړي حفيظ منصور نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وويل چې ټاکل شوې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې په خپل وخت له سره پیل شي.

حفيظ منصور ويلي، ټاکل شوې د افغان حکومت د سولې مرکه‌چي پلاوی د دوشنبې په ورځ د قطر دوحې ته لاړ شي.

د نوموړي په وینا، له اوسني وضعیت نه د وتلو لپاره ناچاره یو چې د لنډمهالي حکومت په لور ولاړ شو.

هغه وايي، طالبان له نوي نسل، په تېره خبریالانو نه ویره لري او دا نسل د امریکا د لښکر په توګه پېژني چې په وینا یې، باید مهار شي.

حفیظ منصور زیاتوي، د سولې خبرواترو دویم پړاو به د واک د وېش پر بحث ور ټول وي.

د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، د يادې شورا د کاري کمېټې د غړيو له لوري د افغان حکومت د سولې خبرو مرکه‌چي پلاوي ته لارښوده طرحه چمتو شوې ده.

له بلې خوا له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن  سهار د ټیليفون له لارې د قطر له امیر سره خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د قطر له امیر سره پر سولې او پر بېړني اوربند غږېدلی دی.

د افغان حکومت د سولې خبرو مرکه‌چي پلاوی به په داسې حال کې دوحې ته روان شي چې د سولې خبرې د اجنډا د بحث او مشورو لپاره د دوه اړخیز هوکړه لیک له مخې درې اوونیو لپاره ځنډول شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام